د کندز د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د OHW موسسې په مالي مرسته، دوی هغو ۲۴۹ کورنیو ته چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې او مخکې سروې او پېژندل شوې وې، نغدي پیسې وېشلې دي.

د چارواکو په وینا، د دې مرستو لومړۍ دوره وړاندې وېشل شوې وه، او اوس د دې مرستو دوهم پړاو کې هرې کورنۍ ته درې زره او دوه افغانۍ ورکړل شوي دي.

بل لور ته مستفید شوې کورنۍ د دې مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګندوي او وایي چې د دې مرستې په ترلاسه کولو سره د دوی د ژوند ځینې ستونزې حل شوې دي.
دوی له مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې له اړتیا وړ کورنیو سره لا زیاتې مرستې وکړي.

په همدې حال کې، د کندز د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي چې دغه مرستې په څلورو پړاوونو وېشل کېږي چې دوه نور پړاوونه به په راتلونکو میاشتو کې پلي شي.

Share.