سید احمد ساجد، د فراه د ځمکنۍ ترانسپورت د تنظیم ادارې رئیس، وایي چې په دې ولایت کې د لویو باروړونکو موټرو لپاره د یو معیاري ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې دي.
هغه زیاتوي چې دغه ترمینل به د ابونصر فراهی بندر کې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.
د ساجد په وینا، د دې ترمینل جوړول به شپږ میاشتې وخت ونیسي او ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت به ولري.
د فراه د ترانسپورت د تنظیم ادارې رئیس زیاتوي چې د دې ترمینل په جوړېدو سره به د موټروانانو او سوداګرو لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.