د ډالر په مقابل کې د افغانۍ د بیې لوړیدو په دوام، د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانستان د پولي بازارونو نوسانات د نورو هېوادونو په څېر یو طبیعي حالت دی او خلک دې په دې اړه اندیښنه نه کوي.

دغه بانک په خپل ایکس حساب کې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دوی کافي مالي سرچینې لري او د نرخونو د ثبات، نقدینۍ، او د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعارو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې د نرخونو او اسعارو د تبادلې د ثبات تأمین او ساتنه د دې بانک بنسټیز اهداف دي او د تېر په څېر به د افغانۍ ارزښت د ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

Share.