د ماشومانو د ګوزڼ کمپاين نن دوشنبه د هېواد په شپږو زونونو کې پيل شو.
«له پوليو څخه پاک افغانستان» بنسټ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، دغه کمپاین درې ورځې دی چې پکې به د هېواد په شپاړلس ولايتونو کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، بغلان، هرات او بادغيس کې واکسین ترسره شي.
ياد بنسټ له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان په دغه کمپاين کې واکسین کړي.
په همدې حال کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف ويلي، افغانستان يو له هغه هېوادونو دی چې لا هم پکې د پوليو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د يادونې وړ ده چې ياد سازمان دغه د واکسین دغه کمپاينونه د ګوزڼ له ناروغي څخه د مخنيوي لپاره اړین بللي دي.

Share.