د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې الروندر لوبغاړی عظمتالله عمرزی د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴کال د غوره «الرونډر لوبغاړي» په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړي په ۲۰۲۴کال کې د خپلو ښو لوبو له امله د کال غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.
همداراز د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴کال د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبډله هم اعلان کړې چې پهکې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي، رحمنالله ګربز، عظمتالله عمرزی او الله محمدغضنفر هم ځای لري.