د هرات ولایت د «اویسن فارما» درملو د تولید فابریکې مسوولین وایي چې دغه فابریکه تر اوسه پورې ۱۳۰ ډوله درمل تولید کړي دي.

د دغې تولیدي فابریکې رییس، عبدالکریم شیرزاد، وایي چې دغه درمل د جامدو، مایعو او د تزریق ډولونه شامل دي او د افغانستان ټولو ولایتونو ته صادریږي.

د عبدالکریم شیرزاد په وینا، اوس‌مهال ۱۰۰ کسان په دې فابریکه کې په مستقیم ډول کار کوي.

بل‌خوا، د هرات د درمل پلورونکو اتحادیې رییس، محمدناصر امین، وایي چې په دې ولایت کې ۱۵ فابریکې د درملو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.

نوموړی زیاتوي چې دا فابریکې د هېواد ۳۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي.

Share.