ننګرهار کې د جلالاباد ښاروالي مسوولان وايي چې د جلااباد ښار په اړوند سیمه کې د ۹.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ویالې او پلچکونه جوړېږي.
د جلالاباد ښاروالي د مطبوعاتو مسوول حامد محمودي وايي چې دغه ویالې او پلچکونه د ښاروالي له کورنیو عوایدو جوړېږي.
د نوموړي په وینا، د روان ۱۴۰۳ مالي کال د پراختیايي پروژو په لړ کې د د جلااباد ښار دویمې ناحیې اړوند برښنا ریاست مخې، ته د ۹،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت سړک، ویالې او پلچکونه جوړېږي.
په دې پروژه کې د ۴۵۰ متره اوږدوالي او ۷ متره پلنوالي سړک، د سړک دواړو غاړو ته ۹۰۰ مترو په اندازه ویالې او ۳ پلچکونه شامل دي.