د ننګرهار د کليوبيارغونې او پراختيا رياست له لوري کوزکونړ ولسوالي کې په ۷.۸ میلیونه افغانۍ د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د یاد ولایت د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست رییس مولوي قسمتالله مبار وايي، ياد سړک له «قلعټک تر شيمل جانان غونډۍ» پورې يونيم کيلو متره اوږدوالی او پنځه مټره پلنوالی لري.
هغه زیاته کړه چې یاد سړک به په کانګریټي ډول جوړ او چارې به یې، په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
د مبارز په وينا، په دغه سړک ۷ اعشاريه ۸ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې په جوړېدو سره به يې، تر ډېره د سيمې د اوسېدونکيو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.