د کندز د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې د دې قوماندانۍ د لومړۍ حوزې امنیتي ځواکونو درې کسان د انسان قاچاق په تور نیولي دي.
د دوی په وینا، دغه کسان د کشفي راپورونو پر اساس هغه مهال ونیول شول، کله چې یې یوه ښځه د بیا پلور لپاره انتقالوله.
مولوي شاه محمد قریشي، د کندز د امنیې قوماندانۍ د لومړۍ حوزې قوماندان، وایي چې دوه تنه نیول شوي د کلباد ولسوالۍ اوسېدونکي دي، او یو تن د کندز ښار مرکزي سیمې اوسېدونکی دی.
لازمه ده چې یاد کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.