د کندز د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې د یادې قوماندانۍ د جنایي پولیسو ځواکونو د روانې اونۍ په جریان کې ۶ کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو د ارتکاب په تور د ښار له بېلابېلو سیمو نیولي دي.
د کندز د امنیې قوماندانۍ د جنایي مدیریت مشر، مولوي نورالله منصور، وایي چې له نیول شویو کسانو څخه دوه تنه د خانآباد ولسوالۍ اوسېدونکي د کور څخه د تېښتې په تور، دوه تنه د کلباد ولسوالۍ اوسېدونکي د غلا په تور، او دوه نور چې د کندز ښار اوسېدونکي دي، د غیراخلاقي اعمالو په تور نیول شوي دي.
یادونه کېږي چې نیول شوي مظنونین به تر لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.