د کندز ښاروالۍ مسوولین وايي چې د سیمنټ پلورونکو او ساختماني توکو لپاره ځانګړي سوداګریز مارکیټ د جوړولو کار په کندز ښار کې پیل شو.
د کندز ښاروال، قاري گل نبي انس، په دې مراسمو کې د صنفونو د تنظیم او ښاري پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون د پلان له مخې، ټول خور وور اصناف لکه فلزکاران، ترکاڼان، اوسپنه پلورونکي، سیمنټ پلورونکي، او نور به په ځانګړو مناسب ځایونو کې ځای پر ځای شي.»
دا هم باید وویل شي چې دغه مارکیټ د خصوصي سکتور په پانګونه جوړېږي او ټاکل شوې چې د راتلونکو څلورو میاشتو په موده کې په معیاري او عصري بڼه بشپړ شي. د دې پروژې موخه د ښاري نظم رامنځته کول، اقتصادي وده، او د محلي سوداګرو او پانګوالو ملاتړ بلل شوی دی.