د اسماعیلي شیعه‌وو امام او د نړۍ مشهور رهبر، شهزاده کریم آقاخان په ۸۸ کلنۍ د پرتګال په لیسبون کې مړ شو. د اسماعیلي امامت دیوان او د آقاخان پراختیایي شبکې د رسمي اعلان له مخې، هغه پرون (سه شنبه) د خپلې کورنۍ ترڅنګ وفات شوی دی.

شهزاده کریم آقاخان د اسماعیلیانو د ۴۹ ام میراثي امام په توګه د شپږو لسیزو څخه زیات د خپلې ټولنې مشري وکړه، او په دې موده کې یې د بشري پرمختګ، تعلیم، د کلتوري میراثونو په ساتنه او د بشري پروژو په پرمختګ کې مهم رول ولوباوه. د هغه ځایناستی به د هغه وصیت له مخې وټاکل شي، او د هغه د کورنۍ او اسماعیلیه مشرانو ته به ور وپېژندل شي.

شهزاده کریم آقاخان د ۱۹۳۶ کال د دسمبر په ۱۳مه د سویس په جینیوا کې زیږیدلی و او په یوه داسې کورنۍ کې لوی شوی و چې په تعلیم، ډیپلوماسۍ او ټولنیزو خدماتو کې یې مهم رول لوبولی و. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د سویس په «لو روزه» مدرسه کې ترلاسه کړې او بیا یې د اسلامي تاریخ او ختیځ تمدنونو د پېژندنې په برخه کې خپلې زده‌کړې په هاروارډ پوهنتون کې کړې. هغه په ۱۹۵۷ یوازې په ۲۰ کلنۍ د خپل نیکه، آقاخان درېیم له مړینې وروسته د اسماعیلي ټولنې مشري په غاړه واخیسته. د هغه د نیکه لخوا د هغه د ځای ناستي په توګه انتخاب د هغه د فکري وړتیاوو او د عصري دورې له ننګونو سره د مقابلې وړتیا له امله و.

د څلورم آقاخان مړینه د اسماعیلي تاریخ د یوې اغیزمنې دورې او د هغه د مشرۍ لاندې د پراختیایي نوښتونو د پراخې شبکې پای ته رسیدو نښه ده. د دولتونو مشرانو، روڼ اندو او نړیوالو ادارو د خواخوږۍ پیغامونه لیږلي او د تعلیم، روغتیا، اقتصادي پرمختګ او کلتور ساتنې په برخه کې یې د اقاخان رول ستایلی.

د ویلو ده چې د بنسټونو او د خیریه پروګرامونو له لارې به د څلورم اقاخان میراث په نړۍ باندې الهام‌بښوونکی او تلپاتې اغیزه ولري.

Share.