د دولت د عامې روغتیا وزارت چارواکي د “نړيوال سرطان ورځ” په مناسبت اعلان کړی چې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د دې وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل، وايي چې د تیر میلادي کال په جریان کې شپږ زره کسان په سرطان اخته شوي دي. هغه زیاتوي: “پر دې سربېره، ۴۲ زره نور ناروغان چې له پخوا د سرطان له ناروغۍ سره مخ وو، د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته مراجعه کړې ده.”

د عامې روغتیا وزارت د سرطان د ناروغۍ د پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي، پداسې حال کې چې ډېر ناروغان، په ځانګړي ډول د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې، د دې ناروغۍ په اړه له نه‌پوهاوي او د درملنې له نشتوالي شکایت لري.

سنبل، چې د پروان ولایت اوسېدونکې ده، وايي چې د خپلې ناروغۍ له معلومېدو وروسته یې پوهه شوې چې د سينې په سرطان اخته ده: “زما تر بغل لاندې یوه غوټه پیدا شوه، ډاکټر ته لاړم، ویې ویل چې که عملیات وکړې، ښه به شې، خو ما پیسې نه‌درلودې. تیر کال مې ناروغي ډېره سخته شوه، او دا ناروغي مې سينې ته هم خپره شوه.”

شریفه، چې د کاپیسا اوسېدونکې ده او د سرطان ناروغي لري، وايي چې د درملنې امکانات نه‌شتون یې اړ باسي چې د درملنې لپاره له هېواده بهر ولاړه شي. هغه زیاتوي: “زما تر بغل لاندې یوه غوټه راووتله، ډاکټر ته لاړم، ویې ویل چې د سینې سرطان لرې او باید پاکستان ته لاړه شې، خو موږ د خپل خوراک لپاره پیسې نه‌لرو، پاکستان ته به څنګه لاړ شو؟”

سره له دې، د عامې روغتیا وزارت وايي چې سږ کال به په کابل کې د سرطان د ناروغانو لپاره یو ۲۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي، او په افغانستان کې به په پنځو زونونو کې د دې ناروغۍ لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ شي. د دې وزارت ویاند زیاتوي: “تر درملنې سربېره، موږ هڅه کوو چې د سرطان ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پیل کړو، څو د دې ناروغۍ کچه راټیټه شي.”

سرطان، د نړۍ له خطرناکو ناروغیو څخه ده، چې هر کال زرګونه کسان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د سګرټو او نورو نشه‌يي توکو استعمال، د وزن زیاتوالی، ککړ چاپېریال، او ناسمه تغذیه د سرطان د رامنځته کېدو اصلي عوامل بلل کېږي.

د فبرورۍ ۴مه نېټه، د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي د زیاتوالي او د هغې د مخنیوي لپاره د هڅونې په موخه، د “نړيوال سرطان ورځ” په نوم نومول شوې ده.

Share.