د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له احمد الشرع، د سوریې د انتقالي حکومت له مشر څخه غوښتي، چې دې هېواد ته سفر وکړي.
د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې مکرون دا موضوع پرون د احمد الشرع سره د تلیفوني خبرو پر مهال مطرح کړه.
د راپور له مخې، دواړو لوریو په دې خبرو کې د سوریې پر وړاندې د لګول شویو اقتصادي بندیزونو په اړه هم خبرې وکړې.
تمه کېږي چې احمد الشرع راتلونکې اوونۍ فرانسې ته سفر وکړي او د امانوئل مکرون سره وګوري او خبرې وکړي.