د امارتي سپینزر کندز شرکت ریاست، د ۳۵ جریبه ځمکې ملکیت د انکشافي او سوداګریزو پروژو د پلي کولو لپاره له یوې قراردادي شرکت سره تړون لاسلیک کړی، چې کار یې عملاً پیل شوی دی.
د دې پروژې لګښت یو نیم میلیارد افغانۍ ټاکل شوی، چې پکې د رییس ولي له څلورلارې څخه تر چهاردرې ولسوالۍ درېلارې پورې د سړکونو جوړول، سوداګریز او استوګنیز کمپلکسونه شامل دي.
د قراردادي شرکت مسؤول، محمد یوسف نایل، چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره یو نیم میلیارد افغانۍ لګښت کوي، ویلي دي، چې د راتلونکو دوو کلونو په موده کې به د سړکونو، استوګنیزو او سوداګریزو کمپلکسونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
دا پروژه په داسې حال کې د امارتي سپینزر کندز شرکت لخوا پیل شوې چې دا شرکت اوس مهال ۱۵ ډوله محصولات د هېواد بازارونو ته وړاندې کوي او شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.