د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی چې ۲۰۲۴-۲۵ په مالي کال کې افغانستان ته د پاکستان صادرات په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۲ سلنې زیات شوي دي.

د پاکستانی رسنیو په وینا، د پاکستان ټول صادرات افغانستان ته د روان کال له جولای تر ډسمبر پورې شاوخوا ۵۰۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

همدا راز، د پاکستان واردات له افغانستانه په همدې دوره کې ۱۲۵.۸۵ سلنې زیات شوي دي.

Share.