د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ، له استثنا او معافیت پرته، د فولادو او المونیمو وارداتو تعرفې ۲۵ سلنې ته لوړې کړې.
د رویټرز د راپور لمخې، دا اقدام د کورنیو صنعتونو د ملاتړ په موخه شوی، خو دا د څو اړخیزو سوداګریزو جګړو د زیاتوالي ګواښ هم لري.
ټرمپ د اجرایي فرمانونو د لاسلیکولو په لړ کې د المونیمو تعرفې له ۱۰ سلنې ۲۵ سلنې ته لوړې کړې او هغو هېوادونو ته چې معافیتونه ورکړ شوي وو، هغه یې هم لغوه کړل.