ټاکل شوې چې نن شنبه، فبرورۍ ۱۵مه د حماس او اسراییلو ترمنځ د شوي اوربند پر بنسټ، درې اسراییلیان او ۳۶۹ فلسطینیان خوشې شي.
حماس د هغو درېوو اسراییلیانو نومونه هم په ډاګه کړي چې تمه کېږي نن به خوشې شي.
حماس له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې له اوربند د اسراییلو د سرغړونې له امله د بندیانو خوشېکولو راتلونکی پړاو ځنډوي. دوی ویلي چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو لېږد مخه نیولې او تاوتریخوالو ته یې، دوام ورکړی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا حماس ته خبرداری ورکړی و چې تر شنبې باید ټول برمته شوي خوشې کړي، ګنې غزه کې به جګړه بېرته پیل کړي.
په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له دې وړاندې په یوې ناسته کې له حماس غوښتنه کړې وه چې د شنبې تر غرمې باید ټول برمته شوي، خوشې کړي او په وینا یې، که داسې ونهکړي، اجازه به ورکړي چې دوزخ رامنځته شي.
خو حماس بیا د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې د ګواښ ژبه ارزښت لري او یوازې به مسایل پېچلې کړي.