نن یکشنبه د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د لوحو او لیکدړو د اصلاح ګډې کمېټې یو ځل بیا په دننه ښار کې د هغو هټیو او دوکانونو لوحې او لیکدړو څخه ارزونه وکړه چې په بهرنيو ژبو لیکل شوې وې.

بریالی همنوا د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر وویل چې: که څه هم د یادې کمېټې له پیل څخه تر دې دمه د لوحو او لیکدړو په اصلاح کې د پام وړ بدلون راغلی؛ خو نن یې یو ځل بیا د یادې کمېټې لخوا د هغو هټيو او دوکانونو له لوحو او لیکدړو څخه ارزونه وکړه
چې په بهرنيو ژبو لیکل شوې وې.

همنوا زیاته کړه چې ددې فعالیت ترڅنګ د کندوز مرکز ښار اړوند د خان‌آباد بندر له هغو لوحو او لیکدړو څخه ارزونه وکړه چې تر دې دمه اصلاح شوې نه وې، د هغه په وینا دغه چاره به تر هغه وخته پورې دوام کوي چې ترڅو یوه لوحه هم پاتې وي.

په همدې حال کې بیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لوحو او لیکدړو ګډې کمېټې غړي په‌دې برخه کې له یاد ریاست سره د پوره همکارۍ ترڅنګ ژمنه کوي چې د طرزالعمل مطابق ټولې هغه لوحې او لیکدړې به پاکې کړي چې په بهرنئ ژبو لیکل شوې وي.
له بلې‌خوا بیا د کندوز یو شمېر اوسېدونکي او دوکانداران هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي او زياتوي چې په‌دې برخه کې ورسره په پوره ډول همکارۍ ته چمتو دي.

Share.