د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، ” د ځنګل کرنې او د معیشت ښه کېدو له لارې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم د بدلون ځواب ویلو” پروژې مالي تمویل ترلاسه کړی دی.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژه د ۹.۹۸ میلیونه ډالرو بودیجې سره، د لږو پرمختللو هېوادونو د صندوق (LDCF) په ناسته کې د دغه صندوق تر چتر لاندې د نړۍوال چاپېریال اسانتیاو (GEF) له لوري تصویب شوې ده.

۸.۹۸ میلیونه ډالر دغه بودیجه د نړۍوال چاپېریال اسانتیاو سازمان او ۱ میلیون ډالر د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له لوري د همکارۍ په بڼه ورکړل شوې ده.

دا پروژه به د پنځو کلونو لپاره په بدخشان او کونړ ولایتونو کې د ځنګل کرنې پیاوړتیا او د سیمه ییزو ټولنو د معیشت ښه کېدو په موخه پلي شي.

Share.