د ننګرهار سیمهییزو چارواکو رسنیو ته ويلي؛ نن په دوهیمه ورځ هم تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده ده او د دواړو غاړو خلک او ناروغان یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت ویلي، پاکستاني لوري د دوهیمې ورځې لپاره هم د دروازې له تړلو سره یوشمېر مسافر، ناروغان او د لویو موټرو چلوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
حکمت زیاته کړې؛ هڅه کوي، چې له پاکستاني لوري سره د خبرو له لارې دغه ستونزه حل کړي، چې دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
د عبدالجبار حکمت د څرګندونو له مخې؛ پاکستان د افغان ځواکونو لخوا د پوستو او پوځي تاسیساتو د جوړولو له کبله پرته له خبرتیا لار وتړله.
تورخم دروازه د جمعې پر شپه لس بجې پاکستاني لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا د تاسيساتو د جوړولو په غبرګون کې د هر ډول تګ – راتګ پر مخ تړل شوې ده.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.