د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد نعیم د اذربایجان له سفیر، الهام محمدوف سره کتلي دي.

د یوې خبرپاڼې لمخې، په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د “کوپ ۲۹” غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون او د اذربایجان له همکاریو مننه کړې ده.

ښاغلي محمدوف هم د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او پرمختګونو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد له افغانستان سره اړیکو ته ارزښت ورکوي، له همدې امله یې کابل کې سفارت پرانیستی او باکو کې یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان منلي دي.

Share.