د افغان کرکټ ملي لوبډلې د تکړه او چټک توپ اچونکي نوین الحق د ښۍ اوږې عملیات په بریا سره ترسره شول. نوین الحق له یوې مودې راهیسې د ښۍ اوږې د یوې برخې له درده رنځېده، چې له امله یې له اړوند ډاکټر سره د سلا مشورې له مخې باید عملیات کړي وی.
په پایله کې تېره ورځ د نوموړي د ښۍ اوږې د اړوند برخې عملیات په انګلستان هېواد کې په بریا سره ترسره شو. باید وویل شي چې د ډاکټر له سپارښتنې سره سم به نوموړی له درې-څلورو اونیو تر درملنې لاندې وي او له هغه وروسته به یې بیا په یاد هېواد کې د اړوند ډاکټر له لوري درملنه کېږي.