د کندز د امنیې قوماندانۍ د پنځم امنیتي حوزه مسولان وايي چې د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې، د دې حوزه د اړوند سیمو څخه اوه کسان د موادو د قاچاق په تور نیولي دي.

مولوي انورالحق مجاهد، د کندز د امنیې قوماندانۍ د پنځم امنیتي حوزه رئیس وايي چې له نیول شویو درې کسان د ننگرهار ولایت اوسېدونکي دي او څلور نور د کندز ولایت اوسېدونکي دي.

ده وویل چې د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ۱۲۰۰ کپسول کَه، دوه ګرامه شیشه، یو کرولا موټر او درې هوښیار موبایلونه هم ضبط کړي دي.

د کندز امنیتي مسولان زیاتوي چې د لومړنیو څېړنو تر بشپړولو وروسته، دغه کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.

Share.