د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د دې ولایت په شمال کې د ټاپی پروژې عملي چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د چارواکو په خبره سرپرست حکومت د دې پروژې چټک پرمختګ ته ژمن دی او د چارو پرمختګ لپاره یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د ټاپي پروژې ټول لګښت لس ميلیارده ډالره اټکل شوی دی، او افغانستان کولای شي د ګازو د ترلاسه کولو سربېره، د ټرانزیټ د حق په توګه هر کال ۴۰۰ میلیون ډالره ترلاسه کړي.