د افغانستان د روغتیا نړیوال سازمان څانګه اعلان کړې چې د روان کال په جنوري کې یې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې له ۱۳۱ درملنې مرکزونو ملاتړ کړی دی.
دې ادارې نن په خپل ویبسایټ کې په یوه راپور کې لیکلي چې په جنوري کې یې په اوو ولایتونو کې نه روغتونونه هم پراختیا ورکړې دي.
د افغانستان د روغتیا نړیوال سازمان څانګه زیاته کړې چې د روان کال په لومړۍ میاشت کې یې د ۱۲ ولایتونو په ۱۲ ځانګړو ترک اعتیاد درملنې مرکزونو ملاتړ کړی او د افغانستان د وګړو لپاره د درملنې خدماتو وړاندې کولو په موخه یې له شپږو غیردولتي سازمانونو سره همکاري کړې ده.