عبدالواحد حماس، د غور والی ویاند، ویلي دي چې په دې ولایت کې دسیالانانولپاره یو ځانګړی میلمستون جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړې چې دغه میلمستون د غور د منار جام سیمې کې جوړه شوې، او هدف یې د سیالانیانو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو اسانتیاوې برابرول دي.
د حماس په وینا، د دې میلمستون جوړولو لګښت ۱۶ میلیونه افغانۍ شوې چې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا ورکړل شوي دي.
هر کال لسګونه بهرني سیالانیانو د افغانستان تاریخي ځایونو ته د لیدنې لپاره دې هېواد ته سفر کوي، چې غور هم د هغو ولایتونو له جملې څخه دی.