یاد پُل د کندهار د ارغنداب پر سيند موقعيت لري او پرې د ارزګان ترڅنګ، د دغه ولایت د شپږو شمالي ولسوالیو اوسېدونکي تګ راتګ کوي.
د ارغنداب پله يوه برخه د تېرو جګړو له امله ویجاړه شوې وه چې تازه یې د اسلامي امارت د مشر د بېړنۍ کمېټې له لوري د ۵.۵ ميلون افغانيو په ارزښت د رغونې چارې پېل شوې.
د یادې کمېټې تخنیکي مسوول شېر حسن خوشيوال وایي، دا پروژه به په ۴۵ ورځو کې بشپړه او لار به د ټرافيکو پر مخ خلاصه شي.
د یاد پله د ویجاړېدو له امله د ارغنداب، خاکرېز، نېش، ميانشين، غورک، ژېړۍ او ارزګان ولایت زرګونو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې ستونزې پیدا شوې وې.