د کرکټ نړۍوالې شورا ټولچاری افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۵ چمپینز ټرافي د غوره لوبغاړي جايزې ته نوماند کړی دی.
عمرزي د چمپینز ټرافي په درېو لوبو کې ۱۲۶ منډې جوړې کړي، ۷ ویکټي يې اخيستي او دوه کيچونه يې نيولي دي.
له عظمت سره په دې لېست کې نهه نور لوبغاړي هم غوره شوي چې، پنځه یې د نيوزیلنډ او څلور یې د هندوستان دي.
د ICC پر ویبپاڼه کې، د کرکټ مینوال د رایې په ورکولو سره کولای شي خپل د خوښې لوبغاړی وټاکي.

Share.