د اسراییلو پوځ وايي چې په یادو توغندیزو بریدونو کې چا ته زیان نه‌دی اوښتی.

د الجزیرې خبري شبکې نن شنبه، مارچ ۲۲مه راپور ورکړی چې اسراییلي هوايي ځواکونو د لبنان سوېل کې ځای ځای بریدونه کړي دي.

د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي چې توغندي د لبنان پلازمېنې بیروت څخه د دوی پر لور وېشتل شوي دي.

د اسراییلو پوځ خبرداری ورکړی چې د یادو توغندیزو بریدونو ځواب به ورکړي. دوی همداراز په یوې خبرپاڼه کې د لبنان حکومت د اوربند د هوکړې ساتلو مسوول بللی دی.

له دې وړاندې هم له لبنان څخه د اسراییلو پر لور توغندي وېشتل شوي دي.

له لبنان سربېره تېره اوونۍ له یمن څخه هم پر اسراییلو توغندي وېشتل شوي دي.

د یادو توغندیزو بریدونو مسوولیت حوثي ډلې منلی او هغه یې، د امریکا د بریدونو په غبرګون کې ځواب بللی و.

Share.