تېره شپه (شنبه د وري دوهیمه) په انګلستان کې د ټکوانډو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري د نړیوالو G1 سیالیو په منفي ۸۰ وزن کټګورۍ کې پر څلورو پرلهپسې بریاوو د سرو زرو مډال وګاټه.
هغه خپله لومړۍ لوبه د توګو د یوه لوبغاړي پر وړاندې وګټله؛ بیا یې په دوهیمه او درېیمه لوبه کې د بریټانیا سیالانو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ لوبه کې یې د پورټوریکو د تکوانډو لوبغاړي پر وړاندې بریا ترلاسه او د سرو زرو مډال یې خپل کړ.
له دې مډال سره هغه په خپلو ټولو نمرو کې ۱۰ نمرې ورزیاتې کړې او د نړۍ د تکواندو د ۷ غوره لوبغاړو په کتار کې ودرېدو.
که منصوري په راتلونکو سیالیو کې د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو له درې مډالونو څخه یو وګټي؛ په ځانګړي توګه د سرو زرو مډال، نو هغه به د نړۍ د پېنځه غوره تکوانډو لوبغاړو په کتار کې راشي او ګرنډ پریکس سیالیو ته پر رسېدو سربېره که دا مقام وساتي؛ نو هغه به په مستقیم ډول د ۲۰۱۸ کال د المپیک لوبو ته لار ومومي.
د یادونې ده، چې د انګلستان د G1 سږنۍ سیالۍ د انګلستان په مانچسټر کې ترسره شوې، چې د اروپا، آسیا، امریکا او افریقا څخه ۵۸۵ لوبغاړو په کې برخه اخیستې وه.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.