اسراییلي ځواکونو اتمه پرلپسې ورځ پر غزه بمبارۍ ته دوام ورکړی او نن سهار یې هم د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د راپورونو پر اساس، د غزې مختلفو برخو کې د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي چې ۷ ماشومان هم پهکې شاملیږي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې پر غزې د اسراییلو بریدونو کې شاوخوا ۵۰زره او ۸۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳زره او ۴۰۸ نور ټپیان شوي دي.
دې سره، اسراییلي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې د دوهم ځل لپاره د پالمیرا ښار ته نږدې د سوریې دوه هوايي اډې هم بمبار کړي دي.