د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۲۰ میلیون افغانیو پر لګښت د ۶۸ پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.
د دې وزارت د خبرپاڼې مخې؛ په تګاب ولسوالۍ کې به کلیوالي سړکونه، پلونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه او کانالونو جوړ شي.
ویل کیږي، چې د دغو پروژو له پرانيستې سره به سلګونه خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

Share.