اوربند چې د اسراییلو له لوري د مارچ پر ۱۸مه مات شو، د روانو بریدونو له امله ۱۹۸۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

په مړو شویو او ټپیانو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي.

په ورته مهال د اسراییلو ګڼ‌شمېر سرتېري یو ځل بیا د بریدونو تازه څپو پیل سره بېرته غزې ته ستانه شوي دي.

د یادو بریدونو له کبله غزه کې هغه کسان بېرته د بې‌ځایه کېدو له وېرې سره مخ دي چې د شوي اوربند له مخې، خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي وو.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییلو بریدونو کې څه باندې ۵۰زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز غزه کې چارواکي وايي چې په اټکلیزه توګه څه باندې ۶۰زره کسان لاهم د ویجاړو شویو ودانیو د خاورو او ډبرو لاندې دي.

د اسراییلو بریدونو کې له ۱۰۰زره ډېر فلسطینیان ټپیان شوي هم دي او میلیونونه کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

Share.