د افغانستان بانک اعلان کړی چې د شنبې په ورځ،، ۱۵ میلیون امریکایي ډالر د لیلام له لارې پلوري.
دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټول مستحق بانکونه، صرافان، او د مالي خدماتو شرکتونه دې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام تر پای پورې خپل حسابونه تصفیه کړي.
په داوطلبۍ کې د اسعارو د لیلام جزوي تصفیه نه‌ قبلیږي، او بریالي داوطلبان باید خپل مکلفیتونه د ټاکلي وخت دننه د افغانستان بانک ته په نغدي توګه وسپاري.

Share.