د چارواکو په وینا، تراوسه په دې زلزله کې ۶۹۴ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۶۷۰ نور ټپیان دي. د زلزلې په لومړۍ ورځ پرون جمعه، مارچ ۲۸مه، رسنیو یوازې د ۱۴۴ کسانو د مړینې خبر ورکړی و.
دغه هېواد ته د نړیوالو مرستو لېږد سره هممهاله تر خاورو او ډبرو لاندې د احتمالي پاتې ژوندیو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
د نړیوالو مرستو په لړ کې امریکا او روسیې زلزلهځپلو ته مرستې لېږلي او چین هم د ژغورنې یوه ډله میانمار ته استولې ده.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې اټکل کړی چې په زلزله کې ښايي ۱۰زره کسان وژل شوي وي.