د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د شوال میاشتې له لومړۍ نېټې چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده، ټولې دولتي ادارې د دغې میاشتې تر درېیمې رخصت دي.
دغه وزارت ویلي، تر رخصتیو وروسته به د دولت رسمي کار د سهار په اته بجو پيل او له ۱۲ تر یوې بجې د غرمې ډوډۍ له وقفې سره، د مازیګر تر څلورو دوام کوي.
دغه وزارت ویلي، د پنجشنبې پر ورځ به رسمیات له وقفې پرته د سهار اته بجې پیلیږي او د ماسپښین تر ۱ بجې به دوام کوي.