رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سویلي کوریا په سویل ختیځه سیمه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي او ۲۷ زره نور له خپلو کورونو اېستل شوي دي.
د سویلي کوریا چارواکو ویلي چې سختو بادونو د ځنګلونو اور پراخ کړی چې ورسره خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د سویلي کوریا غرنیزې سیمې د اور مهارولو پر وړاندې خنډ شوې دي.
چارواکو خبرداری ورکړی چې که څه هم دغلته د سخت باد او وچ موسم له امله د اور پراخېدو امکان شته، خو ټول امکانات به وکاروي، څو اور مهار شي.