د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې ایران ته د ۶۵۰ پسونو د قاچاق مخه د دې قول اردو د نهمې سرحدي لوا د کشفي او استخباراتي پرسونل لخوا نیول شوې ده.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د فراه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ په تیپه خواهران پشمکي سیمه کې د ۶۵۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې او څلور قاچاق وړونکي د امنیتي ځواکونو لخوا په یوه چاپه کې ونیول شول.
ټاکل شوې وه، چې پورته ذکر شوي څاروي د قاچاق وړونکو لخوا ایران ته ولیږدول شي؛ خو له نېکه مرغه چارواکو د دې څارویو د قاچاق مخه ونیوله.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.