د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن دوشنبه، وري څلورمه، کابل کې له تبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل، هېواد کې د کال شاوخوا ۷۵زره کسان پر توبرکلوز ناروغۍ اخته کېږي چې له ډلې یې ۱۰زره ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.
د دغه وزارت د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو معین عبدالولي حقاني دې غونډې ته وویل چې د توبرکلوز ناروغۍ کنټرول د یاد وزارت له توانه پورته ده او دغه برخه کې د نړیوالو سازمانونو او موسسو همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه وویل: «د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، له سل زره کسانو څخه ۱۸۰ پر سل اخته کېږي چې دا شمېرې د افغانستان د نفوس پربنسټ، ۷۵زره کسانو ته رسېږي چې دې سره شاوخوا لس زره کسان هرکال افغانستان کې مړه کېږي او د سل ناروغي کنټرول د یاد وزارت له توان وتلې.»
له دې سره افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وايي، تېر کال هېواد کې د تبرکلوز ناروغۍ ۳.۳ سلنه زیاته شوې ده.
افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ادوین سینیزا سالوادور وايي: «تېر میلادي کال افغانستان کې د تبرکلوز څه باندې ۵۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او تر هغې یو کال وړاندې څه باندې ۴۹ زره ثبت شوې وې چې د دغو شمېرو پر اساس افغانستان کې د تبرکلوز ناروغي ۳.۳ سلنه زیاته شوې او ورسره د مبارزې لپاره هڅې کوو.»
افغانستان کې د ملګروملتونو د پرمختیايي پروګرام UNDP مسوولانو هم یاده غونډه کې د تبرکلوز ناروغۍ پر له منځه وړلو ټینګار کړی.

Share.