د فراه د کليو بيارغونې او پراختيا رياست د رسنيز دفتر مسوول محمد محمدي باختر خبري آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت په مرکز کې د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له لوري د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) پر مالي ملاتړ له ۵ زره ۹۱۰ اړمنو او بېوزلو کورنيو سره د فقر او ناخوالو د له منځه وړلو په موخه د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د فراه د اطلاعاتو نشراتي څانګې ویلي؛ په ياده مرسته کې هرې اړمنې او بېوزلې کورنۍ ته ۲ زره ۹۰۰ نغدې افغانۍ وېشل شوې دي.

Share.