د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د جنوبي لبنان په څو سیمو کې یې د حزبالله پر اهدافو پراخ بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو پوځ په خبرپاڼه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې په جنوبي لبنان کې د حزبالله پر هغو مرکزونو بریدونه کړي چې د دغه پوځ په وینا، د حزبالله جنګیالیو ترې د ځانمرګو ډرونونو او ټانک ضد توغندیو د توغولو لپاره کار اخیسته.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اسرائیلي پوځ به د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
د اسرائیلو پوځ خبرداری ورکړی چې د لبنان له خاورې څخه د هر ډول ځواک کارول چې د اسرائیلو ملکي وګړو یا ځواکونو ته زیان ورسوي، له سخت ځواب سره به مخ شي.
د اسرائیلو پوځ زیاته کړې چې دغه بریدونه یې تېره شپه د حزبالله له لوري په جنوبي لبنان کې د اسرائیلي ځواکونو پر لوري د یوې بېپیلوټه الوتکې له برید وروسته ترسره کړي دي.
تر اوسه په دې اړه د حزبالله له لوري د اسرائیلي پوځ د دغو ادعاوو په اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.
#اسرائیل #لبنان #حزبالله #جنوبي_لبنان #منځنی_ختیځ #بریدونه #ډرون #سلام_وطندار
