د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې، په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په ترڅ کې ۲۹ سلنې ته رسېدلې او په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۲.۶ میلیونه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه.
راپور ښيي چې له ۵۷.۶ میلیونو ډېر پاکستانیان د ورځې له درېیو ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي، په داسې حال کې چې نړیوال بانک د بیو لوړوالی، اقتصادي رکود او د خلکو د عایداتو کمښت د بېوزلۍ د زیاتېدو له مهمو لاملونو بللي دي.
#پاکستان #نړیوال_بانک #بېوزلي #اقتصادي_بحران #اقتصاد
