سرحدي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې پاکستان ته د ۷۷۹ پسونو او یو شمېر نورو توکو د قاچاق مخه نیولې ده. د لوی درستیز مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۵ البدر قول اردو د محمدي پنځم سرحدي لوا ځواکونو د امنیتي ګزمو پر مهال د اوو موټرسایکلونو، درېیو موټرو، ۲۰ کیلوګرامه زعفرانو، ۱۹ کارټنه درملو او ۲۰ بوتله دوا د قاچاق مخه هم نیولې ده. د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې وه چې پسونه او یاد شوي وسایط په ناقانونه توګه پاکستان ته ولېږدول شي او درمل له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شي. د لوی درستیز مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې سرحدي ځواکونه د منظمې ګزمې او د پولو د څارنې له لارې د قاچاق د مخنیوي او د هېواد د سرحدونو د امنیت ټینګښت لپاره هڅې کوي.
#قچاق#پسونه#افغانستان#پاکستان#سرحدي قوه#۷۷۹
