ټولګټو چارو وزارت وايي، د روان کال په ترڅ کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او څارنې ۴۹ پروژې له خصوصي شرکتونو سره د ۸۴۶ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت قرارداد او د عملي چارو چارې یې پیل کړې دي. د یاد وزارت په وینا، په دغو پروژو کې د سړکونو ترمیم، بیارغونه، جغلاچونه او پراخول، د سړکونو د فرش ترمیم، د ګارډرېلونو نصب او د استنادي دېوالونو، پلونو او پلګوټو بیارغونه شامله ده. د دغو پروژو موخه د سړکونو د کیفیت ښه کول، د ټرانسپورټي اسانتیاوو برابرول او د تګ راتګ پر مهال د خلکو د ستونزو کمول دي.
#افغانستان#پروژې#قرارداد#بیلابیلو ولایتونو کې
