د شکرې ناروغۍ نړیوالې ورځې سره هممهاله، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، افغانستان کې د دغې ناروغۍ د تشخیص خدمات له هرو ۲۰ روغتیايي مرکزونو څخه یوازې یوه مرکز کې وړاندې کېږي.
افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي اډوین سینیزا سلواډور نن شنبه د نومبر ۱۴مې د شکرې ناروغۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، ډېر کسان هغه مهال د خپلې ناروغۍ په اړه خبرېږي چې له امله یې له رامنځته شویو روغتیايي عوارضو سره مخ شوي وي.
هغه د شکرې ناروغۍ د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د بېړنۍ پانګونې پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې، د دغې ناروغۍ پر وخت تشخیص کولی شي د لید کمزوري کېدو او د ګردو د زیانمنېدو په ګډون د جدي عوارضو مخه ونیسي.
افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي له ۴۰ کلنو او تر دې پورته عمر لرونکو کسانو غوښتي، چې د وینې د قند کچې د معلومولو لپاره تر ټولو نږدې روغتیايي مرکز ته ورشي او معاینات وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د شکرې ناروغۍ ژر تشخیص او پر وخت اقدام د دغې ناروغۍ د عوارضو په مخنیوي او د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.
#شکرې_ناروغي #د_شکرې_نړیواله_ورځ #روغتیا #د_روغتیا_نړیوال_سازمان #افغانستان #روغتیايي_خدمتونه #د_شکرې_تشخیص #روغتیايي_پانګونه #د_ناروغیو_مخنیوی #د_وینې_قند #عامه_روغتیا
