د بغلان د عامې روغتیا ریاست ويلي، په جلګې ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون چارې بشپړې شوي او په خوست ولسوالۍ کې د ورته روغتون د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د بغلان د عامې روغتیا رییس محمد حسن عاصم ويلي، د دغو دوه پروژو ټول لګښت ۱۰۹ میلیون افغانۍ دی، چې له بشپړېدا سره به یې د سیمې د اوسېدونکو د روغتیايي ستونزو کچه راټیټه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي ويلي، په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو د جوړولو چارې روانې دي.

# #۳۰بستریزروغتونونه #بغلان #روغتیا

Share.