د دغه سازمان د راپور له مخې، د پولیو نوې پېښه په داسې حال کې ثبت شوې، چې افغانستان لا هم د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره له روغتیايي ننګونو سره مخ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې، خو په روان ۲۰۲۶ کال کې د ثبت شویو پېښو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی.
پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې تر ډېره ماشومان اغېزمنوي او د دایمي فلج لامل کېدای شي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین تطبیق، د واکسین په کمپاینونو کې د ماشومانو ګډون او د کورنیو همکاري مهمه ده.
روغتیايي مسوولین او نړیوال روغتیايي بنسټونه د پولیو د له منځه وړلو لپاره د واکسین د پروګرامونو پر دوام او د ټولو ماشومانو د واکسین پر اهمیت ټینګار کوي.
#افغانستان #ننګرهار #سرهرود #پولیو #ګوزڼ #روغتیا #د_پولیو_مخنیوی #د_روغتیا_نړیوال_سازمان
