د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو تېره ورځ د مازدیګر پر مهال اته تنه د قماربازۍ پر مهال نیولي دي.

د کندز امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چې نیول شوي کسان د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو سره د قماربازۍ وسایل او یوه اندازه نغدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، نیول شوي کسان به د لومړنیو پلټنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي، څو د هغوی دوسیې د قانون له مخې وڅېړل شي.

#کندز #امنیه_قومانداني #قماربازي #نیول_شوي_کسان #امنیت #افغانستان

Share.