د کندز کیک بوکسینګ لوبډلې په سرتاسري سیالیو کې شپږ د سرو زرو مډالونه وګټل
د کندز ولایت د کیک بوکسینګ اووه کسیزې لوبډلې، د استاد نصیراحمد عاطف په مشرۍ، د بلخ ولایت په کوربهتوب د کیک بوکسینګ په سرتاسري سیالیو کې شپږ د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
دغه سیالۍ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې وې، چې د کندز لوبډلې په کې د شپږو د سرو زرو مډالونو په ګټلو سره د پام وړ بریا ترلاسه کړه.
یاده لوبډله له دغو سیالیو وروسته بېرته کندز ولایت ته راستنه شوې ده.
د دې بریا له لارې د کندز د کیک بوکسینګ لوبغاړو خپل ورزشي وړتیا وښوده او د یاد ولایت په استازیتوب یې په سرتاسري سیالیو کې ښه پایله ترلاسه کړه.
#کندز #کیک_بوکسینګ #ورزش #سرتاسري_سیالۍ #د_سرو_زرو_مډالونه #بلخ #افغانستان
